FANDOM


د ژوندون د هر عنوان سره په جنګ يم
هم د ځان هم د جهان سره په جنګ يم
چې هر کار د دوکاندار په نظر ګوري
د دنیا د سود او زیان سره په جنګ يم
بل زما او ستا تر منځه رقیب څوک دی؟
خو دا ځان دی د خپل ځان سره په جنګ يم
کوم ساعت به دې په کوم مقام جدا کړي
په طلب د هغه ځان سره په جنګ يم
که مې يو ګړۍ جدا کاندي له تانه
د زمان او د مکان سره په جنګ يم
چې لاسونه مې ترتا نه دررسېږي
که زما دي خو ګرېوان سره په جنګ يم
مخامخ ورته تسلیم له احترامه
پټ په زړه کې د جانان سره په جنګ يم
ستا د ښکلي مخ کشمیر پکې پیاده دی
ستا د زلفو هندوستان سره په جنګ يم
که مې سره په کاڼو لګي خو وطن دی
د افغان په سر افغان سره په جنګ يم
ما ولي چې دي لیدلي هغه سترګې
په ایمان چې د ایمان سره په جنګ يم

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki