FANDOM


دانظر مې دسپين مخ په خال پرېوتى
 كه شفق دى دسبا هلال پرېوتى
دا دكومې بادې زور دى په مين چې
دا چې يار ته په زارۍ اوسوال پرېوتى
اوس مې نه ځي دعشق آس په منډه،منډه
له پښونه يې دوصل نال پرېوتى
لاس په زنه ورته مه ګوره ذاهده
اوس مې مخ دجانان پټ پرې شال پرېوتى
زه دعشق په پلونوځم دى راپسې دى
دې غماز سره مې څه جنجال پرېوتى
داچې نن دې اشنا لمر له مخه پټ شو
دادې نن په حسن كوم كمال پرېوتى
خداى دې تن د نظير پټ په غرور نه كا
په دا هسې خلكو تل زوال پرېوتى

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki