Fandom

شعرونه

په زړه کې دې ده مينه که سور اور دی پکې

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.


په زړه کې دې ده مينه که سور اور دی پکې

چې سترګو ته دې ګورمه يو شور دی پکې

چې تاته يې ثابته کړم نو سترګو ته مې ګوره

ته ګوره چې د چا ښکلی انځور دی پکې

په مينه راته ګوره باڼه ونه ځمبوې

شي وران به چې زما د مينې کور دی پکې

پوهېږم چې مې بخت د غم سيلی په څپو يوړ

څه وکړمه ناترس بېلتون يو زور دی پکې

خبره د هر کس ناکس که وړم نه مې خوښېږي

نو ځکه چې له مينې مې زړه تور دی پکې

دا ستا مينه مې خوښه ده والله که ته پوهېږې

له تانه که يې غواړم خو پېغور دی پکې

که سل ځله زړه ښه کم چې ساقي نه دا جام واخلم

پښتو کې يو پياله ده جام نسکور دی پکې

ستا مينه لېونۍ ده او که زه يې لېونۍ کړم

سارا ستا پاکه مينه هسې پور دی پکې

Also on Fandom

Random Wiki