FANDOM


که دا ټول ښکلي راټول شي په سلام شي
په تړون دې د يار سرې شونډې حرام شي

اننګي يې د څرا غ په شان بلېږي
تورې زلفې چې خورې کاندي ماښام شي

چې مې خوارې وچې شونډې لمدې نه کړې
ستا په سر دې ساقي دړې وړې جام شي

د تمام عالم په لاسو کې لوبېږي
چې زمونږه شي نو خلکو ته بد نام شي

کونړ – عمرا خان لېسه - ٧ – ٥ – ١٣٧٨