Fandom

شعرونه

په طلب د مهرويانو سرگردان دی زما روح

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په طلب د مهرويانو سرګردان دی زما روح

لکه باد د ګُل په بوئ پسې پرېشان دی زما روح

ستا د حُسن و آفتاب ته ځان سپارلئ په شبنم دی

لکه صبح د ژړا په ځائ خندان دی زما روح

چې مې ستا د جمال عکس دی ليدلئ په خپل ځان کې

هم په دا د آيئنې په څېر حېران دی زما روح

ستا د مخ د آيئنې له برکته زما جانه

همېشه لکه طوطي هسې ګويان دی زما روح

لکه رنګ د ميو ناب چې ليدئ شي په ښيښه کې

هسې رنګ په ضعيف تن کې نُمايان دی زما روح

مُنتظر يم دوصال و ګُلستان ته تل تر تله

سر تر پايه د شبنم په څېر چشمان دی زما روح

چې حاصله مې له حُسنه روشنائي شوه په طلب کې

شپه او ورځ لکه آفتاب په لار روان دی زما روح

ستا په زُلفو په رُخسار پسې رحمان شو بې وطنه

مسافر د هندوستان و خراسان دی زما روح

Also on Fandom

Random Wiki