ويکي شعرونه
Advertisement

وګړي پر درو ډلو وېشنه مومي:

ذهني ډله،

لکه د ګبينو مچۍ

خپل او د نورو ژوند ته

خوږلني بښي.

خپلځاني ډله،

لکه مېږي

چې ټوله خواري يې

د خپل ژوند چلند لپاره

ځانګړې کړې ده.

غلنۍ ډله،

لکه غڼې

چې دنورو د ژوند ژواک

د لوټونې لپاره

جالونه غړي!

١٩ـ٨ـ٢٠٠٣


وېشنيزه:مجاور احمد زيار وېشنيزه:شعرونه پ

Advertisement