FANDOM


تاراته ويل په محبت كې تر كوم حده لاړم

ما درته ويل په محبت كې تر خپل حده لاړې

هله به نېغه شمله قام در له په سر كړي اشنا

كه دخپل قام د مظلومانو تر مدده لاړې

دزړه په سترګو مې جانانه پېژندلى يې اوس

داسې هم نه يې چې له مانه نابلده لاړې

دغزل ژبه دې پښتو ده ځكه خوښه مې ده

د دې معنى پسې په خيال كې تر عابده لاړې

( احمده) هله به ارمان د (نظير) درشي درته

كه جنازې پسې يې ګرانه تر سرحده لاړې

پورتنى شعر مې په لكي مروت اباخېلو كې دګران ملګري (احمد جان احمد) پر كتاب ليكلى دى

(په محبت كې تر كوم حده لاړم) چې اوس يې دكتاب نوم (خورده) ټاكل شوى دى . نظير قريشي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki