Fandom

شعرونه

په ١٣٨٢ کال نارنج ګل کې لوستل شوى

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

 اى د ښکلا او بدرنګۍ خاونده
کله چې تاسره د ا نظر پيداشو
چې فرش دې ځمکه شي انسان لپاره
نو بس هماغه ووبشر پيدا شو
او د تور تم لمن دې وشلوله
ستوري سپوږمۍ پيدا شو لمر پيدا شو
تا و دې کړې دوه لارې دهر سړي نه
خلکو ته خير پيدا شو شر پيدا شو
زما د پاک ذهن پر پاکه پاڼه
نوم دجانان دې راته ولې جوړ که
چې ورتلى نه شو له دې ټګې دنيا
دا پاس اسمان دې راته ولې جوړ که
دا څو قدمه ژوند دې ولې راکه
او دا زندان دې راته ولې جوړ که
چې دې افغان پيدا کولم ربه
نو پاکستان دې راته ولې جوړ که
خوب کې لوېدلى يم د يار ځولۍ ته
د غره د سرنه زما زړه چاودلى
د دلبر نوم چې راته مخکې نه کړئ
نور د دلبر نه زما زړه چاودلى
خداى (ج) ته نور وګوره چې مه راګوره
ستا د نظر نه زمازړه چاودلى
چې يوه خوله کې څلور ژبې ساتي
داسې بشر نه زما زړه چاودلى

خيال مې د پاک خداى (ج) د رحم محصول
زه يې دزرو په تول نه در کوم
دا پاک خيالونه رانه مه لوټوه
يو څو به درکړمه ټول نه درکوم
 ته خپله خوله تل کږه ګرځوه
زه پرې شمله او پکول نه درکوم
برګې چورلکې درنه غواړمه
دغزا توره او ډول نه درکوم


 نو اى د ټانګ او د ټوپک خاونده
ستا هر سړى خوله لکه سپى وهي
ګوټ په ګوټ ګرځي د باروتو سره
کله هغه او کله دى وهي

زما مظلوم اولس ته وګوره لږ

رب ته له وچ ډاګه تندى وهي
چې دا خبره درنه هېره نه شي
تا به ضرور زموږه خداى (ج) وهي

کونړ

Also on Fandom

Random Wiki