ويکي شعرونه
Advertisement

<poem> اى د ښکلا او بدرنګۍ خاونده کله چې تاسره د ا نظر پيداشو چې فرش دې ځمکه شي انسان لپاره نو بس هماغه ووبشر پيدا شو او د تور تم لمن دې وشلوله ستوري سپوږمۍ پيدا شو لمر پيدا شو تا و دې کړې دوه لارې دهر سړي نه خلکو ته خير پيدا شو شر پيدا شو زما د پاک ذهن پر پاکه پاڼه نوم دجانان دې راته ولې جوړ که چې ورتلى نه شو له دې ټګې دنيا دا پاس اسمان دې راته ولې جوړ که دا څو قدمه ژوند دې ولې راکه او دا زندان دې راته ولې جوړ که چې دې افغان پيدا کولم ربه نو پاکستان دې راته ولې جوړ که خوب کې لوېدلى يم د يار ځولۍ ته د غره د سرنه زما زړه چاودلى د دلبر نوم چې راته مخکې نه کړئ نور د دلبر نه زما زړه چاودلى خداى (ج) ته نور وګوره چې مه راګوره ستا د نظر نه زمازړه چاودلى چې يوه خوله کې څلور ژبې ساتي داسې بشر نه زما زړه چاودلى

خيال مې د پاک خداى (ج) د رحم محصول زه يې دزرو په تول نه در کوم دا پاک خيالونه رانه مه لوټوه يو څو به درکړمه ټول نه درکوم

ته خپله  خوله  تل کږه ګرځوه 

زه پرې شمله او پکول نه درکوم برګې چورلکې درنه غواړمه دغزا توره او ډول نه درکوم


نو اى د ټانګ او د ټوپک خاونده  

ستا هر سړى خوله لکه سپى وهي ګوټ په ګوټ ګرځي د باروتو سره کله هغه او کله دى وهي

زما مظلوم اولس ته وګوره لږ

رب ته له وچ ډاګه تندى وهي چې دا خبره درنه هېره نه شي تا به ضرور زموږه خداى (ج) وهي

کونړ وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement