FANDOM


په ښايست زما د يار نه دي خبر څوک
که خبر شي پرې به نه ږدي دغه در څوک
د دُنيا چارې همه واړه فاني دي
برناحقه خاورې نولې په خپل سر څوک
که زما د يار په مخ د چا نظر شي
و به نه کاندي بل خوا ؤ ته نظر څوک
له هجرانه بله سخته بلا نشته
خدائ دې نه کاندي زخمي په دا نشتر څوک
مخ به بل خوا ته هرګز ونه جارباسي
چې شي ستا په خمارو سترګو ابتر څوک
هومره نوم د عاشقۍ ورباندې مه ږده
چې د يار په غم کې نه شي قلندر څوک
هغه نه کاندي نظر و سيم و زر ته
چې په لور د خپل اشنا کاندي نظر څوک
بې رهبره يون د عشق په لاره ګران دی
دلته بويه چې پېدا کاندي رهبر څوک
چې بېلتون په سترګو ويني آشنائي که
د رحمان په څېر به نه وي بې رهبر څوک

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki