Fandom

شعرونه

په کاته کاته مې سترګې په خاته شي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

په کاته کاته مې سترگې په خاته شي

چې خبر دې د راتلو راباندې وشي

ته خو اوس له ما نه لاړې، مرور شوې

دا زما ياري دې هم گوندې په زړه شي

گوره تا راباندې کومې کوډې وکړې

که په پښو درځنې درومم، زړه مې نه شي

چې ديدن د ميين وکړمه تازه شم

لکه کښت چې په باران سره اوبه شي

د ښه يار بېلتون د ستوني پرېکول دي

په يرغ به ستونی چېرې پرېکاوه شي

په ارمان د هغه وخت يم درېغه درېغه!

که د زنې سېب يې بيا زما په خوله شي

د خپل يار د جداييه هسې کار دی

لکه ساه چې له وجوده په واته شي

بخته! هومره مدد بيا راسره وکړه

چې په غېږ کې مې بيا تللی يار اوده شي

د خوشال سلام په واړو ښو يارانو

گوندې بيا مې په ليدو سره زړه ښه شي


Also on Fandom

Random Wiki