ويکي شعرونه
Register
Advertisement

پښتو ابۍ

داسې لکړه پر لاس

له کومه لوري راغلې؟

له پنځو سو زرو کالو هاخوا

او

د سلو مدنیتونو له پټې خزانې څخه

څو یې ښکاره دي؟

یو هم نه :

ځکه یوازې

زر کاله پخوا مې

د یو کروړ قلم په وینو سور شو

زما بچو ښايي لومړي قلم ته وینې ورکړې

ځکه چې دوی ساده سپیڅلي وو «رنګونو» باندې نه پوهېدل

پښتو ابۍ!

دا پر غاړه دې څه دي؟

د پردیو پېغورونو

د زړو سرپو او پولادو امیل

ولې؟

مګر د خپل کاله د زرو او لالونو هغه کان دې څه کړ؟

ــ ټول مې بچو ته پرېښود

خدای مه کړه وږي نه شي

هسې هم زه ترینه خبره نه وم

چې هغوی ټول وپلوره

- مګر بچي خو دې اوس هم وږي دي

هغوی ښېرا ووهل-

د چا؟-

- 'د خپلو هغو وروڼو

چې یې د دوی د نېکمرغي لپاره

په دعا ګانو کې ړندې شوې سترګې

خو دوی ونه پوهېدل

ځکه دعاوې په ښېرو واوښتې

¯¯¯

پښتو ابۍ!

کلی دې چېرې دی؟

ــ د نړۍ د سترو دیوانو په قبله کې

ددې دیوانو زما له کلي سره دومره ډېره مینه ده چې

له پنځوسو زرو کالو را په دېخوا

په نذرانه کې هره ورځ زما د زرو بچو

پر مرۍ تېغ را کاږي

پښتو ابۍ!

نو اوس چېرې درومې؟

د سهار کلي ته :

ــ غواړې چې خپل ویده بچي را ویښ کړې؟

ــ نه!

هغوی ویده دي د ابد په خوب ویښيږي کله؟

ــ نو څوک ویښوې؟

د نړیوالو انسانیت ویښوم

چې راته لاره د دیوانو د ماڼۍ وښيي :

ځمه دیوانو ته پلو نیسم، زارۍ کومه

چې د بچو وینې مې تویې نه کړي

چې د هغو له لاسو تورې واخلي

چې د هغوی له زړو غلا شوې مینه بېرته ورکړي

غبرګولی ۱۳۷۸

کابل

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه پ

Advertisement