FANDOM


خړه خوره شي موږ کوټه کې له ماښامه پټ شو

غشي وريږي ټول راښکته شو له بامه پټ شو

دڅو مغلو غچ له راغلل څو ملاماتي مغل

وسه مو نشته ځئ د دوى له انتقامه پټ شو

غشي لرو مټې لرو لينده له بل سره ده

جنګ ته ورتلى نشو مجبور يو له ناکامه پټ شو

وايي لمانځه نه وروسته ډک کنډول په سر اړوي

که داسې وي په خداى چې ټول به له امامه پټ شو

زموږ کاروان ته باداران لاس په سينه ولاړ وو

راتلو راتلو اخر له خوار ذليل غلامه پټ شو

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki