دلته قـومـونـه پـښتانـه پـراتـه دي
لکه لوی غرونه ښه درانه پراته دي
خــوپـه سکـون دي حـرکـت نـه لــري
په سرو اورو کي ښه ساړه پراته دي
هم پراخي مېني لـوی کـورونـه لـري
خوپه خپل کورکې مېلمانه پراته دي
پـه رڼــوستـرګـويـې تـيـاره خـپـره ده
وچـو، ډا ګويـې هـم شپانـه پـراتـه دي
يـوبـل ســره وژنـي دجـهـاد په نـــامـه
پـټ دوښـمنان ورتـه زاړه پـراتـه دي
کلـه له خـوبـه،بــه ويــده بيــدارشي
پـه خـوب ويـده ړانده کاڼـه پراته دي
ژبه يې خــواره هــم خـواريــږي پسي
يوڅــويې سم ډېــريې کاږه پراته دي
دکـوه قـا ف دغــره وشا تـه اوسي
لـويان لــويان هـم يې واړه پـراتـه دي
تـــو ره،دوژ لـــو پــيـــړ ۍ تــېــره شوه
نـړ ۍ رڼـاخـود وی تــيا ره پـر اتــه دي
وېشنيزه:عبدالسلام اندړ نارام