Fandom

شعرونه

پښتنه مین یم

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سر به قربان کړم له پښتو په پښتنه مين يم
د ګل په غېږه کې اوسېږم په غونچه مين يم

له روغو لرې لېونو سره ملګرى ښه يم
لکه ملنګ د پير بابا په هديره مين يم

راته په زړه کې د جنت له زېري کمه نده
پښتون زلمى يم د ملالې په ټپه مين يم

زما دوران وطن دردونه له اټکه تېر کړه
د کونړ سينده ستا په هره يوه چپه مين يم

عشقه ظالمه ليونى دې کړمه ګورته مې وړې
ډيوې نه مخکې وروسته کېږم په لمبه مين يم

 زما زړګى ورته لوګى کړه چې نظر يې مات شي
دا ستا د ښکلو انګو په سره شغله مين يم

زما رقيبه که پوهېږي نو جدا شه رانه
 زه د خوشحال خټک بچى يم يه نېزه مين يم
 
د منګو کړز ته زه " تړون " هر وخت سلام کومه
لکه ګودر خمار خمار يم په چمبه مين يم

ننګرهار – ٩ – ١ - ١٣٨٠

Also on Fandom

Random Wiki