Fandom

شعرونه

پښتنه پېغله

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

کلى، کور، بام او بلۍ ده که ګودر دى

دا هر يو د پښتنې پېغلې سنګر دى

که ئې لور، که يې منګى، که تبرګى دى

هم يې توره، هم يې ډال دى هم خنجر دى

استعمال د دنداسو او د نکريزو

دا يې ډول سينګار نه دا يې هنر دى

دا په غاړه غاړکۍ پېزوان په پوزه

ښکاري خوي يې د زمري دى زورور دى

بنګړي ځکه ګرځوي په مړوندو کې

مجاهده ده زندان ته يې نظر دى

برند، کتل، هئېبتي غږ مزل د آسپې

هر انداز يې هر بد سترګي ته خطر دى

په ښائېست کې د جنت د حورو خور ده

بلکې څو وار يې مقام ترېنه بهتر دى

لکه لمنځه ده د کلک عزم خاونده

طوفانونو کې وسيږي ځاى يې غر دى

تور ټيکرى تورې جامې له حيأ ډکه

رب ورکړى د کعبې غوندې اثر دى

هغه وخت کې به جنګه وي راغلې

که چا اووېئل چې سور شال يې په سر دى

په غېرت يې افتخار کوؤ ( مفتونه )

د افغان جنګي تاريخ پرې منور دى

١٣٨٨

Also on Fandom

Random Wiki