FANDOM


نه د زلفې ښاماران دي ،نه دســــــترګې جادوګرې
نه خندا د ګلان شیندې،نه د اوښــــــــــکې ملغلرې
نن يي سپینې سپینې وایم له درواغو مـي توبه شه
نه رافتار لـــــــــــــرې د زرکې نه خبرې د شکرې
                *****
 نه لیلـــیّ يي نه بانو یي نه شـــــیرینه دُرخانۍ يي
نه د چین نه د ماچین يي نه په نسل ښــــاپیرۍ يي
نه په وریځو کـــې يي پټه نه له وریځو را بهر يي
نه رڼا لکه د ستورونه ښایــسته لکه سپوږمۍ يي
                     *****
نه د قد د سروې قد دی نه بدن کي د خوشبو شته
نه باڼه لــــرې د غشیو،نه لیندۍ غوندې ابرو شته
نه تنکــــۍ لکه پیروی،نه خواږه لکه د شـــهد يي
نه مستي لری په زړه کې نه خندا په شونډو سرو شته
                      *****
ته د پیغلو میره نه يي چی ګـــودر په تا ښایسته وي
ته نکریزی د لاس نه يي چی اختر په تا ښایسته وي
ته طبیبه د زړو نه يي چي اعـــــــلاج به د چا وکړي
ته نغمه او سرود نه يي چي هُنر په تا ښایســته وي
                       *****
خو بیا هم په تا مین یم ته بي مِثله ئې ســــاده ئې
ته له ټولــــــو نه اوچته ، ته له ټولونه سـیوه ئې
«ځدراڼ»به دا نیمګړې صیفتونه در ته نه یادوی
دا به واړه درنه جارکــــړي چی په ژبه پښتنه ئې
 

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki