Fandom

شعرونه

پښتون ته

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

اى پښـتونه نظروكړه نورجهان ته
لږڅه ځير شه پيشرفتونودانسان ته

ته انسان يې واې وروسته پاتې شوى
دتخنيك ځينې يې ايښې دي اسمان ته

هره خوا زياراو كوښښ دى ځي سپوږمۍ ته
را بيدا رشه حركت ور كه خپل ځان ته

په فضا كې كړي پروازپه اوپلو كې
ننوتي د آسمان دې لوى ګرېوان ته

غټ ټانكونه، را كټونه يې دي جوړكړي
پاتې نه دي ضرورت تيراو كمان ته

اى پښتونه را بيدار شه، خداى دپاره
ځه وردرومه تر قيولوى كاروان ته

دراتلونكي تمدن سره اشنا نشه
ځان سمبال كړه او ښتنو د زمان ته

په كوښښ باندې دې خپل وطن ګلزاركړه
جوړ طبيب شه د وطن بد حال پرشان ته

دبادرو پښتنوپلرونوزوى يې
شهرت وركه د نيكونونام نشان ته

په بدن كې به يې وينې په جوش راشي
كه غوږكيږدي داسد ناڅيزبيان ته

29/1/1349ګردېز

Also on Fandom

Random Wiki