Fandom

شعرونه

پښتو ژبه مو ملي ده

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ته پوهېږې چې وحدت د ملت څه دی

واقعي شان و شوکت د ملت څه دی

چې ملت پرې راټولېږي هغه څه دی

چې يو قوم پرې پېژندل کېږي هغه څه دی

نه يوه توګه د قوم د پېژندو ده

توګې ډېرې هر يوه د بېلېدو ده

زما غرض دلته له نورو سره نشي

ها چې غوره ده هغه را اخيسته شي

لومړی ژبه ده چې قوم پرې پېژانده شي

نورې وروسته دي هرګز به وړاندې نه شي

که دې ژبه ژوندۍ نه وي ته په مړو کې

نه به شمېر يې په سړو او په مړو کې

که دې ژبه کړه ژوندۍ سر به دې لوړ وي

که نه هر سيال و ناسيال ته به سرځوړ وي

ملک همېش دی مرکب له قبيلو څخه

فرق د ژبې مونده کېږي له ميلو څخه

دغه حال زموږ د وطن دی زما وروره

پښتو ژبه مو ملي ده ورته ګوره

که پټان دی يا افغان دی يا پختون

دا فرقونه د نامه دي ټول پښتون

ملک مو واړه په دغه نامه يادېږي

هم تاريخ مو په دغه نامه نازېږي

په دباندې کې موږ ټول بولي پښتون

ټوله يو يو چې هېڅ نه لرو بېلتون

يو مو پلار يو مو کهول يو مو بابا دی

په پښتو ژبه مو ورور تل په وينا دی

وطن واړه د پښتو ژبې کوښان دي

که هرات دی که کابل که ترکستان دی

زلمي واړه خپله ژبه زده کوينه

د پښتو پښتو نارې په شوق وهينه

څو طاقت يې وي ګرد ليک به په پښتو کې

په اخبار په کتابو په مجلو کې

که کاغذ دی که دفتر دی که کتاب

کوښښ کاندي چې پښتو شي واړه باب

علوم واړه په پښتو کې ترجمه شي

د پښتو ناوې په دې ګاڼه ښايسته شي

اې پښتونه! د پښتو آثار راغونډ کړه

د پښتو غمی له خاورو څخه برمنډ کړه

شعرا مو د نامه سره ټول تللي

اثرونه يې په غفلت ترلاسه وتلي

اوس زلمي غواړي چې بېرته يې ژوندي کي

د هغو اروا په قبر کې راضي کي

وسيله مو پخوا نه وه د کومک

حکومت دی اوس ولاړ پر اوږه کلک

که زه بيا هم کوښښ نکړم ملامت يم

لاس به موږم منتها به خجالت يم

Also on Fandom

Random Wiki