ويکي شعرونه
Advertisement

وايــي اغـــيــار چـــې د غــضــب ژبــه ده

گرانـه پـښـتـو چـې د ادب ژبـه ده

مــا تــه د امـــن مـــلايـــکـــه ښـــکــاري

د انـسـانـي غـوره مـذهـب ژبـه ده

اوس يـې بـلـبـلـې پـه بـــاغـو کـې وايــي

د تـــرنـــــم او د طـــــرب ژبــــه ده

پـخـوا د پـوهـې پــه نـصــاب کــې نــه وه

نــن د پـوهـنـې او مـکـتـب ژبـه ده

د دې هــــيـــــواد د تـــاريـــخـــي وگــــړو

د لـوی ټـبـر او لـوی نـصـب ژبـه ده

اغيار دې ښه پوه شي چې مرگ نه لري

دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده

زه يــې د ټـــولـــو ژبــــو مـــور گـڼـــمــه

هــم د عـجـم هـم د عـرب ژبـه ده

پـښـتـو غـيـرت ، خدای غـيـرتي سرتـېـره

پــه دې دلـيـل وايــم د رب ژبــه ده

وېشنيزه:عبدالوهاب سرتېر وېشنيزه:شعرونه پ

Advertisement