Fandom

شعرونه

پېغور

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share


ټولوم چې دې کوڅو کې دا ريښې ريښې گرېوان خپل

دلته نوم په دېوالونو ما ليکلی د جانان خپل

چېرې نه چې سبا وخته د چا مخکې پېغور راکړې

پټومه له تا ځکه د رڼو اوښکو باران خپل

زه هم ژر ژر بدلومه له هغو نه خپله لاره

بدلوي چې څوک د نورو زر او زور ته ژر ژر ځان خپل

دا چې سره سره ښکاره کېږي د گلاب پرې اننگي اوس

په دې وينو د زړگي مې لمبولی دی ارمان خپل

د بزرگ په نوم يې موږ چې ښکلول خيرن لاسونه

دې کوډگرو هوسونو ترېنه هېر کړلو ايمان خپل

گام په گام څنگه زړه سوانده په رڼا ورځې لوټ کېږي

موږ په غلو باندې سپارلی د نيمگړي ژوند کاروان خپل

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki