Fandom

شعرونه

پېنځه دېرش

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

نن مې کالیزه وه
د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه
نن هیچا هم مبارکي رانه کړه
موږ کلیوال پښتانه
خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو
نن هیچا هم راته یو ګل رانه ووړ
هاغه دوه سترګې چې یې څوکلونه
راته په مینه او موسکا مبارکي ویله
چې به یې ورو په دواړو مخو ښکل کړم
بیا به یې په خپل لاس پاخه شوي کوم څه خوله کې راکړل
نن له هغې څخه هم هیره وه زما کالیزه
نن مې د ژوند پینځه دیرش غمه ت
'
ې'ر شول
خو هیچا هم مبارکي رانه کړه
چا یوګل رانه ووړ
او ویې نه ویل :
ګرانه لېواله ! مبارک کالیزه !

'۲۰' کب '۱۳۸۶' ل
کابل

Also on Fandom

Random Wiki