ويکي شعرونه
Advertisement

سمندر مو شو د اوښکو، د هېندارو توپاني بيا

ځکه شوه، د مرغلرو، پر دې سيمه ارزاني بيا

د دې دهر له ناخوالو او نادودو راپرېوځي

د يما د برم له خوله، سره ياقوت مو يماني بيا

چې هر دم قدم په بيه، د خپل سر راته پرېوځي

سهارونه رنجني شو، ماښامونه ظُلماني بيا

د زړه مېنه مو تالا شوه، د ژوند خونه مو ميراته

له وربوي د مينې لېږدي مو، خوښي او ورکماني بيا

د فرياد فرياد د غرو له، يادونو نه مو وځي

آتلپاتې تلبلانده، انگازه اله ماني بيا

چا وړو وړو خدايانو، را دو څارې کړې له هسکه

څه څېرې اهريمني او، څه ارواوې شيطاني بيا

د پېړيو د راکولاوو، کړې راوچې د زړه وينې

چې کړو هسې يې د تېرو اور وينو ارماني بيا

گروه پلټونکو دا جهان، راباندې هسې جهنم کړ

کړ راکوز يې څه ناتار و، څه بخو له اسماني بيا

لا له تېرو ناورينو مو، سمه سا اخېستې نه وه

دې گرگرو راوسته، راباندې نوې پرېشاني بيا

څه تور زړو ابليسانو، رابلوسلي پر آويجه

اچولي يې پر مخ سپين، نقابونه يزداني بيا

زلزلې د زمانې پر، خليلي کعبې راگډې

رغاونې ته يې بويه، څو ذبيحه قرباني بيا

په نمات د زورواکۍ د ټينگولو رايرغالي

غله په نس کې ها د تورې، وحشي اسپې تورياني بيا

په گناه د کنعاني، رنگين ښايست يې له هوسه

چا بېلارې زليخا، ښکلی يوسف کړ زنداني بيا

د زړه ښار مو و ودان، له غلغلې د پاکې مينې

کوم چنگيز ولوروله ، پرې يو مخ ورانه وراني بيا

چې تالان مو پورې شوی، د ښکلاوو پر ماڼيو

شي به څنگه ځلندوی مو، ارژنگو نه د ماني بيا

دغه څه کانې راوشوې، د زرتشت پر اورتونونو

رانړېږي له يو مخې، بورجلونه زورواني بيا

دي راگډ پر گلبڼو مو، د تنکيو ناوکيو

څه وحشي تورې سيلۍ او، څه بادونه خزاني بيا

چې اغزو ته غاړې وځي، د پاڼرېژ له بدورديو

څه شېبې مو پر گلڅانگو،دې راغلي مرگاني بيا

چې يې کېږدي بخديانيانې، خپلو تورو وربلو کې

وبه نه سپړي گلونه، ها گلبوټي بامياني بيا

نه راوړي مو نور کرلې پرنډې وينې سره گلونه

نورې نه به شي گلونې، گلغونډۍ ارغواني بيا

نه به راشي پسرلي مو، پر زموللو سبر ونو

نه به وويني پر خوب مو،سپين سپېدار هغه ځواني بيا

نه به بېرته را په برخه، هغه تللی برم پر تم کړي

نه به وکړي زمانه، پر موږ هغه مهرباني بيا

واړه سر پر گړنگونو، جلوهلو بيابانونو

څوک به وکړي د ورکلارو، لارويو څارواني بيا

د رڼو ورځو لوټمار دي، راته ناست په هر پړاو کې

لوټوي مو د ورېښمينو، بهيرونو کارواني بيا

د خپل ژوند سرو سامان،له وېرې ونه ژاړو څنگه

د بې سرو بې سامانو ، دا بې سرو ساماني بيا

بې له دې له بې بنسټو، بنسټپالو شي څه تمه

له دې هسې ورانکارانو، نوکرانو نرماني بيا

چې پخپله دي بېلارې، څه راوښيي به لارې

لار وهونکي به شي څنگه، لارښوونکي رښتياني بيا

مدرسو کې د ځايناستو، گوډاگيانو روزل شوي

د هماغه لارد نمسيان، ملا عمر و رباني بيا

که ټول عمر يې وو ځپلي، د اسلام تر ږيرې لاندې

کار يې واخېست له هماغه، ميا ملا او روحاني بيا

شور بازار که وران ويجاړ شو، خويې شته حضرت بچی لا

چې له پښو وغورځوي، روښانتيا يي پېر اماني بيا

واگې واخلي د پردو په زور له لاسه د وگړو

د امان پر هېوادوالو وزغمي بې اماني بيا

خاوندان د پوهې زده کړې، له يو مخې کافران کړي

دين دولت ورکړي پر لاس د، ناپوه غله کلکاني بيا

دي همهغه زنځيري سپي د، تاريخي ښکېلاکگرانو

ور اغوستی که سپين ماسک يې، پر تور مخ د اخواني بيا

چې رښتيني دښمان يې، د اسلام افغان گڼل ټول

دا لاسپوڅي يې شه ځار، له آ سيّد افغاني بيا

لرې نه ده چې دينپلوري، سوادگر راته سور اور کړي

خپله پاکه او منلې، عقيده مسلماني بيا

شريعت محمدي، يې وهلی دی پر بډه

سياسي شان شريعت يې ، را ايستلی خپلځاني بيا

د رحمت د آيتونو، پر ځای غوږ کې پوکوي مو

بس د قهرو د پرغز ټول، آيتونه قرآني بيا

د ناکړو گناهونو، گناهگاره نه ده څه ده؟

چې دردونه وزغموو او، وگالو بېدرماني بيا

حق د کار و ژوند ورکړی، چې ښځمنو ته اسلام وو

جاهلانو پرې د جهل، دور راوړ باستاني بيا

دا چې تاج د کرّمنا يې، کړ لتاړ په خپلو پښو کې

انساني بد چلندونه، يې شي څنگه انساني بيا؟

چې له سجنه يې بتر هم، دغه ژوند راباندې تريخ کړ

پس له مرگ به جنت څه کړو، هوسايي او انساني بيا

دنيا يی حراموي را، باندې ځکه يو مخيزه

چې خپل ځانته کړي تر لاس، ټول خوندونه رضواني بيا

د اړتياوو دواړه رازه، خو غوښتونکي د انډول دي

که هر څومره رواني دي، هومره بويه جسماني بيا

په پلمه مو د دين ساتي، وروسته پاتې له نړۍ نه

راته هېښ که ننني دي، څه به وايی سباني بيا؟

هېڅ را پرې نښوول لنډ اندو، که مو ښه وه که مو بد وه

که به ووينو پر ژوند د، خپلو ورانو وداني بيا

د تخنيک پوهې بلوسونکي،په پلمه د گروهې غواړي

کړي بې برخې له گډ ژوند مو، او سيالۍ د جهاني بيا

زموږ ژوند له ډېرانونو، چړچوبيو راهسک نه شو

نور شو هسک له اسمانڅکو، کړي پلټنې کيهاني بيا

منځنۍ پېړۍ رايادې، د لوېديځ بنسټپالۍ کړي

راولي په درې رزم کې هغه دور نصراني بيا!

دښمنان د يون خوځون او، بشري پرمختگونو

باله ځکه شي تورمخي، تور شاتگي تورياني بيا

سيند په شگو نه بندېږي، غواړي بند يې کړي په ږيرو

او را وڅرخوي څرخ هم، پر شا بېرته زماني بيا

زور د خلکو زور د خدای دی، څه په کار ازارول يې

پر لو ورځ به يې په مخ کې، زاز وکاندې پښېماني بيا

سپکاوی د پرگنو يې، رواکړی دی چې ځانته

ده همدا يې له لوی خدای او ، پاک رسول نافرماني بيا

څوک په مرگ و څوک پر ژوندبه،ځنې درومي پناه کېږي

وران هېواد به وي ورپاتې، کړي پر چا حکمراني بيا!

د ځان واک ترې بېواک اخلي له خپل کوره بېکورېږي

هر يو ډوب په خپل خپل وېر کې، هرې خواته ځانځاني بيا

لاس پر سر، کډه پر شا ترې، ټول بېزار په توره تېښته

د خپل سر د ژغور لپاره، به مني سرگرداني بيا

ورته پاتې له ناکامه ها بېوزله او بېوسه

چې يې برخه له ازله ده، خواري او ناتواني بيا

پړ اوونه مو گاللي، ترښارونو رسېدلي

راتپي راباندې ژوند د، لولنگره کوچياني بيا

نو مهالی، دوديالی او، پتمن ژوند راځنې اخلي

رانه جوړ کړي چې له سره، بدوي او بېدياني بيا

په دې هېنښنده پړاو د کمپيوټر کې نور پېغور دی

له دود وتې دينواکي، ټبر واکي او خانخاني بيا

اسطوره به د ضحاک و فريدون وي هسې پاتې

يو له بله به اخته وي، توراني او کياني بيا

دا استازي د مرگ ژوبلې، ورور وژنې، اور و وينو

غرجي وژني په غوري او، پکتياني په جوزجاني بيا

زاړه نوي دښنه غواړي، پښتون نور هم وحشي زياد کړي

په اخوان طالب يې کړي، د مليت ترجماني بيا

بلې ساتي غرغنډې، د خپلمنځي جگړه ماريو

سره اچوي پښتون، تاجيک، مغول، نورستاني بيا

پر سپېڅلې پاکه خاوره ، د ميرويس احمد رابلوسي

د مرييو مرييان راوژني، هوتکي او دُراني بيا

څوک چې ځان بولي افغان، افغانستان بويه گډ کور يې

نه چې وېش کړي، د شمال سوېل، بامي بدخشاني بيا

تاندوي مړه خوگلنونه، د گروهي تنگ نظريو

د هندو او مسلمان، شيعه، سُني او قادياني بيا

د پرديو لاسوهنې،لمسوي بيرته له سره

د عربو او د عجم پاکستاني او ايراني بيا

دا په دې را ورانوي مو، د وياړلي تاريخ پلونه

چې راپاتې نه شي نوره،کومه نښه نښاني بيا

نوم نښان و پرون نن او، هم سبا راځنې اخلي

خدايزده وبولي به څوک مو، عبراني يا آرياني بيا

نه مغول تورک و تاتار او، نه هونان نه ارمنيان او

نه عرب و نه عجم او، نه هنديان ويوناني بيا

اورتونونه به ساړه وي، مزدکونه دړې وړې

نه کيدار، کابلشاهان و نه يپتل و کوشاني بيا

نه به گروهه وي راپاتې، زرتشتي او اسلامي مو

نه به لگي موڅه څرک، په سويل، شمال، لويديځ، ختيځ کې

د غرجي او کابلي او، زابلي او غورياني بيا

شرنگ د تورې د رستم به،انگازې نه کړي زابل کې

نه به هغه جنگيالی،ککِ کهزاد وي سيستاني بيا

د بلخي او زابلي، اراکوزي او گندهاري او

د سکه افغان پټان و ،دپښتون سلېماني بيا

برم پرتم به يې د تورې او مېړانې نه وي چېرې

(پټهان اگيا) به نه وايي ، له ډار هندستاني بيا

نه به کروړ وي، نه به سوبې د کابل زابل زرنج وي

نه مغولو ته شېرشاه، خوشال خټک و روښاني بيا

گورگينوالې به نيولی، له هرات تر کندهار وي

له آمو نه تر جمنا به، مغولوالې گورگاني بيا

نه پرسر به د محمود کېږدي، څوک تاج په اصفهان کې

نه به وږَی څوک شمله کې، وټومبي د دُراني بيا

نه به بيا کله راپورته، له ميونده شي ملاله

نه به ورک غازي ادې کړي، له کابله برېتاني بيا

نه اکبر، ايوب، جانخان و، نه امين و اڅکزی به

د دښنو پر ضد شي مله د، مير بچه، کوهستاني بيا

نه به وي څلي، نرخونه، نه جرگې نه ننواتې

نه پښتو پښتونولي او، ننگ مېړانه ښه ځواني بيا

نه به ياد شو د نړۍ په، جغرافيو تاريخو کې

نه پښتون او نه افغان او، نه بخدي خراساني بيا

نه پکتويس او نه پکتين او، پرسويتي پر سوانا

نه کښېني نه پاسني او، نه روهي روهيستاني بيا

پلټونکي د موزيم به، لالهاند راپسې گرځي

لټوي به مو ناچېرې نشت اباد کې نشاني بيا

خدايزده چېرې به مو مومي، په لاسکښنو لاسوندو کې

استوگن د پښتياناوو، او له پښته پښتياني بيا

بېلابېلې د لاس گوتې، خو يو سوک وو گډ دښمن ته

څه سړبن، څه بېټني، غلجي غرغښت و کرلاڼي بيا

کاشکې واخلي انځورونه، مو که سا ماتو آينو کې

او را جار وځي مو بېرته، آ وختونه پخواني بيا

رانه تللې مرورې، نېکمرغۍ مو راستنې شي

له بورجل مو کډه وکړي، د ټول عمر ستوماني بيا

تور و سپين مو د لېمو، پسې اوبه شول درېغه درېغه

تورې شپې مو لاله رنگ شي، سپينې ورځې مرجاني بيا

د برخليک پر تندي گوندې، مو راتاندې شي له سره،

د نړۍ له نقشې ورکې، پېژندنښې افغاني بيا!


اکسفورډ، دېسېمبر ۱۹۹۶

وېشنيزه:مجاور احمد زيار

Advertisement