پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي
ما چې ووژنى ځواني او ژوندون راکړي
که ددغې که د هغې ښار خوبان دي
پښتانه په خپلو ټکو کښې معنې دي
خوشبويۍ دى په ولاړه کښې روان دي
د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي
زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې
چارچاپېره رانه څومره قاتلان دي
ګوټ پېرونه د مقېشو لوپټې کړئ
تماشې ته ولاړ ستوري د اسمان دي
په بڼو يې اوښکې ستورى ستورى کيږي
ژړېدلي ښاپيري د روهستان دي
د بېلتون په غولى وير دى او ژړا ده
سبا بيا لوبې د زړونو په دامان دي
پېغامونه د خالونو د خوبونو
تصويرونه د ګلونو د باران دي
لا پرې نه دي نرګسى غوټۍ ګل شوې
لولکۍ يې بڼېدلې په ګرېوان دي
د غمجنې نغمې خُوږ زړه د کتو دى
چې خوبان يې د خوبونو بنديوان دي
محبت نه دي قدم په قدم اور دى
څه لمبې د انتظار څه د هجران دي
ستا د زلفو د سايې په ارمان پايي
د سائل د ژوند غرمې په بيابان دي وېشنيزه:رحمت شاه سايل