ويکي شعرونه
Advertisement

'يادونه: 'یو ځل د' 'ګاونډ تورل'ې'نګیو' 'د' 'لرغونې پښتیانا پر ځاځیو راوبلوسل اتلو پښت'ي'انیانو ورته د' 'سر' 'په کاسه کې اوبه ورکړې، 'لاندې 'شعر د هماغې حماسې خاطره ده.

آریوب

' 'ډول

اتڼ

ګوربت راتاو شي

د وزرو سیوری

پر هسکو غرونو خور کړي

یو تور پړونی د تنور پر غاړه

یوه شکرۍ له پاستو ډکه ایښې

آریوب

څیړۍ پر هسکه څوکه

ګوربت راتاو شي

د وزرو سیوری

پر هسکو غرونو خور کړي

یو زلمی چنګ بریتونه

په شړشم غوړې څڼې

تر سترګو تاوې تورې تورې حلقې

له هر یو ګام سره یې خرپ د ګردنۍ پورته شي

تر واسکټ لاندې د کوژدې ګل سیب

لکه په سپینو واورو لیکه سره د وینو کرښه

آریوب

ډول

غزا

'گوربت راتاو ش'ي

د وزرو سیوری

پر هسکو غرونو خور کړي

یو پولادي ښامار تر غرونو هاخوا

په غړغړو راشي

دیخوا ځاځی ماشوم له خپلو کتابونو سره وسوزیږي

یو زلمی چنګ بریتونه

د خپل ټوپک پر ماشه ګوته کیږدي

د پولادي ښامار له غاړې سره

یو لُنګ راوغورځیږي شرم جوړ کړي

زلمی تر چنګو بریتو لاندې مسک شي

نن به یو څوک

له پاستو ډکه شکرۍ

تر مورچې راوړي

یو دیدن به وشي

چېرته به لرې یوبل ګړز پورته شي

ګوربت به تاو راتاو شي

څېړۍ به اور واخلي او وبه سوزي

آریوب

ډول

وینې

څو څاڅکي وینه

پر کتاب شیندلې

یو تور پړونی

او یوه له پاستو ډکه شکرۍ

یو ګل سیب دسمال تر ملا

یو څو ځونډي په جیب کې

د غرو بچي مینه همداسې کوي.

0- 'ثور- '۱۳۸۶

'1- '

شپه، ته او سمندر

شپه په سمندر کې سپوږمۍ وناڅي

راشي ځان په هره څپه ووېشي

شپه په سمندر کې چوپتیا هومره ده

باد ته ستا د زلفو نڅا اورمه

شپه په سمندر کې دومره پاکه ده

سترګو کې دې رنګ د څپو وینمه

ستا په سپینو مټو د سپوږمۍ رڼا

وښوییږي پر یو ځي د اوبو په مخ

سپینې بتې ځان څنډي له ستورو نه

لویې څپې راشي هوا یخه کړي

واخله زما کوټ پر اوږو واچوه

زه به دې پر ملا باندې یو لاس کیږدم

لرې د افق کنارې وګوره

وریځې د نقرې په شانې رنګ لري

شپه په سمندر کې سپوږمۍ کرښې شي

څه د څپو څنډ وته ځلا ورکړي

څه دا ستا پر مخ د رڼا خط جوړ کړي

څه دې په تندي او څه په غاړه کې

سیوري سره ګډې شي قیامت جوړ کړي

شپه په سمندر کې چوپتیا ډیره وي

باد چې هرڅه وایي زه یې اورمه

دوه ستوري ځلیږي ستا په سترګو کې

زه ستا د فکرونو سلسله لولم

بس یوازې زه او زما خدای خبر

ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول

ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي

دومره لوی جهان کې تنها زه خبر

ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي

دومره لوی جهان کې تنها زه خبر

شپه په سمندر کې ښکلا چېرې وي

دومره لوی جهان کې تنها زه خبر

سترګې د جانان د ستورو څه کیږي

دومره لوی جهان کې تنها زه خبر

بتې د جانان د مټو څه کیږي

٢٤/ تله/ ١٣٨٥

وېشنيزه:عبدالغفور لېوال وېشنيزه:شعرونه ځ

Advertisement