Fandom

شعرونه

ځـم

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

لکه باد راغلم اورشتاء ته، وږمه وار ځم
خوږې سترګې د دوستانــــو په ديدار ځم
ليونتوب مې خپــل دې غرونو ته ورکړی
چې په ورېځو کــــــــــې لاهو لکه غبار ځم
لمر ته وايه که راخــــــــــــوت زما له لوري
له تودؤ خـــــــاطرؤ ډک لــــــــــــکه انار ځم
دلـتــــه هر څه له اعــــــجـــــازه څخه ډک ؤ
چې نشه ورته راغــــــــلــــــــی وم خُمار ځم
اچولی ما کــــــوچــــــــــــــي اوښه کې پړی
له دې جګو جګــــو غرو سبـــــا سهار ځم
دومره مينه د اورشتـــــــاء غرونو راکړې
چې د ټولو عــــــزيـــــــزانــــــو منت بار ځم
لږېدلی مې دې غـــــــرونــــــو سره طبعــــه
مګر څه وکړم ســــــــارا بـي بـي نـاچار ځم
خولې مو ډکـــــــې لـــه خنــــدا اوسه ګُلونو
چې ((سرتېــر)) په بهار راغلم په بهار ځم

Also on Fandom

Random Wiki