Fandom

شعرونه

ځوانه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

سوی باغ تــــــــــــالا گلشن دې

مړاوۍ گل خاورۍ چمـــــن دې

نه بلبل نه لولـــــــــکې شـــــــته

نه نرگس نه ياسمـــــــــــــــــن دی

دا گلاب دې ايرې شــــــــــــوې

که پـــــــه اور ســــــوی ختن دې

ای پښتونه !ستا وطــــــــن دې

ای پښتونه ستا وطـــــــــــن دې

ددی باغ خاوری را واخــــــــــله

ترينه نوی بوستان جــــــوړکړه

ای د سوی بـــــــــــــاغ مليـــــاره

د نورونو جـــهــــان جـــــــوړکړه

ای ښکته ښکته گـــــــــــــــورې

نن پښې ابله ســــــرســــر تورې

ته خبر يې چه ته څــــــــوک وې

ته د منځ آسمان وی ستـــــورې

ستا شمله به چه شوه پــــــورته

شوې به ښکته شملې نــــــــورې

په مستی او ننگ به ســــروې

ستا دا ټيټې سترگې تـــــــــورې

ای دټيټو سترگوځــــــــــوانـــه

پاڅه هغه جهان جــــــــوړکـــــــړه

ددی باغ خاوری راواخـــــــــله

ترينه نوی بوستان جــــــــوړ کړه

ای د وران څپر ميـــــــــرمنـــې

ای د وږې بچــــــــــې پــــــــــــلاره

بی درکه سرگـــــــــــــردانــــــــه

ای دسوې بــــــــــاغ مليــــــــــاره

ای چه نن بربنډ بچې ســــــــــتا

د خوراک کـــــــــشالـــــــــــــه دې

ستا د لاس مـــــــــاڼـــې ولاړې

په ډهلې په بنـــــــــگــــــــاله دې

ای د بل د در مــــــــــريــــــــــده

پاڅه هـــــــــــــغه دوران جوړکړه

ددی باغ خاوری را واخــــــــله

تريــــــــنه نوی بوستان جوړکړه

ای په غره په سرد دروکــــــې

په باغونو په مېــــــــــروکـې

په جندول کی په تيـــــــــراکې

زمــــــا لال په ايــــــــــــــروکې

ای د زرکو پــــــــــه خنداکې

د تنزرو په نــــــــــــارو کــــــې

دشـېـــرشـاه نـازبـيـنــه زويـــه

ته يې پروت تورو تيارو کې

کړه دغم تيـــــــارې را غونډې

ترې دميـنې داستان جوړ کړه

ددی بـــــــاغ خاورې راواخله

تری نه نــــوی بوستان جوړکړه

Also on Fandom

Random Wiki