ويکي شعرونه
Register
Advertisement

خوله په اننګو كې د صنم دى څاڅكى ، څاڅكى
كه پروت دګل په غېږه ګې شبنم دى څاڅكى ، څاڅكى

له مخه اشنا لرې كړه د زلفوتور حجاب
ليدلى پكې ماداوښكو نم دى څاڅكى ، څاڅكى

زه تږى د ديدن يمه د مينې كربلا كې
څښلى چا ديدن په محرم دى څاڅكى ، څاڅكى

يواځې پتنګ نه دى شمع هم په اور سوزيږي
دخپل دصورت غوښې ورته غم دى څاڅكى ، څاڅكى

طبيبه ما نظير دخپل اعلاج پخپله كړى
ما يښى په زړګي د عشق مرهم دى څاڅكى ، څاڅكى

۳-۱۱-۲۰۰۳

وېشنيزه:نظیرالحق قریشي

Advertisement