ويکي شعرونه
Advertisement

چې جوړ کړی ایمل خان او دریا خان وو
هغه څلی څنګه وران شول په خیبر کې
مونږ خو وې چې خیبر لار د تلو راتلو ده
ستاته بیرته افغانان شول په خیبر کې

چې تیریږي غلامۍ کې له دې ژوند نه
څو،څو وارې د ننګونو مرګی ښه دی
دتیرادغرو له څوکه تپوس وکړئ
خپلواکي خود مالک ملګرو زړه دی

د سرو زرو په قفس کې توتي ګوره
ډیر خپه دی دازاد ژوندون ارمان کړي
ترانې دازادۍ به هیرې نه کړم
لاس تړلی مې که دارته څوک روان کړي

وېشنيزه:عبدالمالک اپریدی

Advertisement