څنګه به آرام شمه، او څنګه به خوشال شمه
سترګې چې را واړوې اووه ځایه حلال شمه
ستا او د رقیب په ملاقات ځکه خاموش یمه
غواړم چې تر منځه مو څلور قاته دېوال شمه
ما وېل که مو خوا ته چېرې یو نظر را وګورې
ما وېل که د وصل یو ضعیفه احتمال شمه
څو ځله به بیا هم ستا پلو له مخه لري کړي
خدایزده نن به څومره پوروړی د شمال شمه
هلته دې په غېږه کې له سترګو پنا واخلمه
دلته دې اخته د مړاوو شونډو په جنجال شمه
تا ته مخامخ نشم، چې څومره څومره زه قرار
هرې زاویې ته لکه مړی انتقال شمه
وېشنيزه:مجيد الله قرار