Fandom

شعرونه

څنګه به شي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څنګه دې سترګې راته سرې دي اخر څنګه به شي
چې ماتې کړې دې وعدې دي اخر څنګه به شي

پيالې يې ماتې کړې ساقي يې په شا وډبوه
هم يې تړلې مېکدې دې اخر څنګه به شي

په ناز يې وړې زما رقيب ور پسې لاس ټکوي
د ماتو هيلو جنازې دي اخر څنګه به شي

پاس معلومېږي سره رنګونه د اسمان غاړو کې
په اور کې سوې سرې غونچې دي اخر څنګه به شي

زما د زړه قاتله ولې دې دا جرم وکړ
زما په وينو سرې کوڅې دي ا خر څنګه به شي

کونړ – عمرا خان لېسه – ٢٠ – ٣ – ١٣٧٧

Also on Fandom

Random Wiki