Fandom

شعرونه

څنګه دې خندل ګله مزه کوي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

څنګه دې خندل ګله مزه کوي

داسې لکه ګل ګله مزه کوي

ځکه دې د زنې سر ته ځیر یمه

ګوړې ماتول ګله مزه کوي

ته چې یې پکې بل یې د څراغ غوندې

نن به نو محفل ګله مزه کوي

آفرین پرهر زړه د نظر په تار

دغسې ګنډل ګله مزه کوي

یو چې هر سړی پر ځان اخته نه وای

نور خو نو کابل ګله مزه کوي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki