ويکي شعرونه
Advertisement

څنګه دې لرې له زړه وشړم په "ځه" خو نه یې

ماشومانه خویونه مه کوه وړه خو نه یې



د زړه خبره ده، منو یې، کمزوري ده زموږ

کنه ریښتیا به سره وایو دومره ښه خو نه یې



نور به دې نوم په خوله وانخلم، نور دې نه یادوم

په تا خو نه مسلمانېږم، کلیمه خو نه یې



ښایسته یې، ښایسته یې، ښایسته ښه ډېره یې

خو چې دا زه وایمه دومره ښایسته خو نه یې



د خپلو غمه دلته دومره تکلف څه مانا

زړه ته ډاډه راځه خپل کور دې دی مېلمه خو نه یې



زړګیه، نور دې تمایل ښکلیو ته نه منمه

ته هم د لوی سړي زړګی یې سر ایله خو نه یې



ما وېل زما او ستا خبره به نو څرنګه شي

وېلې قراره، دا ته څه وایې، نشه خو نه یې وېشنيزه:شعرونه څ وېشنيزه:مجيد الله قرار

Advertisement