ظالم مې خپل كړي لكه توره مې تر څنګ پاتې شي
ماكاندي مخته او پخپله روغ له جنګ پاتې شي
هله خوشحاله شي اوپړق له خندا شين شي راته
چې يې په تور بدن زما دوينې رنګ پاتې شي
اشناتر څوچې داتراخه لوګي ورك شوي نه وي
زمونږپه غرو كې به هوسۍ اونه لونګ پاتې شي
څوك مو دوړه هنداره ماته كړي لاړشي بېرته
هله پرې پوى شوچې ترغوږه مويوترنګ پاتې شي
نظيره دلته دځوانۍ جوړې څه قدرنه شته
نظيره څنګه به ځوانۍ دګل په رنګ پاتې شي
وېشنيزه:نظیرالحق قریشي