ويکي شعرونه
Advertisement

زموږ د ړنګ کلي په څنګ کې ګرځي
خاونده ته په خپله ښه پوهېږې
خلک دمه شو دا په جنګ کې ګرځي

زما دوطن د هغه خړو دښتو
ښکلي بازونه چا ښکاريانو يوړل
د بورو مېندو د شهيدو بچو
 هډوکي غرونه ته لېوانو يوړل

وطن مو لامبي د سرو وينو ډنډ کې
رانه بېروج سنګ مرمر تالا شو
 د دنګو غرونو له اوچتو څو کو
رانه شېنکي، شينکي نښتر تالا شو

چا مو د پلار شمله سورۍ، سورۍ کړه
ځينو په ژوند زموږ ه لوبې وکړې
چا د ملالې بېرغ ونړاو ه
چا په ميوند زموږه لوبې وکړې
وير دى ماتم دى ټول زلمي ښځيږي
د ټوپک ډزې دې خبرې نشته
ها چې خبرو يې جهان لړزاوه
هغه سپېڅلى شان ککرې نشته

ګودر د تورو کاڼو کان جوړ شوى
سېلاب د کلي چنارونه وړي
ښاماره و لم دې رسا په تندي
زموږ له غرونو دې لالونه وړي

ربه دا تور غرونه دې ټول وسپړه
موږ ته رڼه غوندې چينه پيداکړه
چې د بې وسو غږ په غور واوري
يوه له درد ډکه سينه پېدا کړه

ستا دمارانو له دوزخه توبه
موږ د شرابو جنتونه غواړو
چې له هندارو نه جوړ شوي ربه
د ښکلو پاکو حورو زړونه غواړو

خداى (ج) به يو سپين سړى پيدا کړي
لکه يونس (ص) چې له دريابه وځي
موږ بغاوت کوو چې نه يې منو
جنګ دې د سولې له کتابه وځي

ته ښه پوهېږې ددې ښار د ښکلو
خدايه(ج) چې څنګ ورنه ښکلا اخلې
تا کړل پيدا له خپلې موره ښکلي
اوس په بدرنګ ورنه ښکلا اخلي

موږ په سرونو خاورې وشيندلې
بس دم ګړۍ له به باران راشي
 د خټو سيمه کې نن دوړې نشته
کېدى شي کلې ته جانان راشي

چې دې دنيا ته دې را ولېږلو
ښکلى جانان درنه ضرور غواړو
ته مو يوبل سره کړه زړونه پيوند
موږ درنه مينه او سرور غواړو
٢٥ / ٤ / ١٣٠ کونړ

وېشنيزه:سميع الله تړون

Advertisement