Fandom

شعرونه

څه غواړو؟

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چې وړي تياره د جهالت هغه سحر غواړو موږ

وطن د علم په رڼا کې منور غواړو موږ

که هر څو ډېر وي د کدو په شان سرونه نو څه

چې د وطن په درد خوږېږي هغه سر غواړو موږ

چې په وطن کې يې خبرې د ښېګڼې وشي

هسې مامور هسې امر هسې عسکر غواړو موږ

نه چې سبب د زرد رويۍ شي د ملت دپاره

چې خوار غريب په ګېډه موړ کا هغه زر غواړو موږ

چې د نفاق په اچولو رشوتونه اخلي

اې خان ملکه اوس دې ټول دغه ټغر غواړو موږ

په فېشنو او عبثياتو پسې مه ځه ګوره

اې د مکتب ځلميه تا ته لوړ هنر غواړو موږ

چې وي صادق او په ايمان سره خادم شي د قام

داسې اديب داسې شاعر داسې رهبر غواړو موږ

Also on Fandom

Random Wiki