Fandom

شعرونه

څه وليکمه نه پوهېږمه زه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څه وليکمه نه پوهېږمه زه

د خپل قلم نه چې وېرېږمه زه

څه وليکمه چې قلم وايي

يا وليکمه چې صنم وايي

يا وليکمه د زړګي دردونه

که يې خوندي کمه دا پټ رازونه

قلم خو وايي چې خندا وليکه

زړګی مې وايي نه ژړا وليکه

اوس د قلم د خولې خندا وليکم

که د خپل زړه رضا ژړا وليکم

کله د ګلو منځ کې ګډه شمه

کله اغزو سره همدمه شمه

کله بلبل وايي ګلزار وليکه

کله ډيوه وايي انګار وليکه

چې مې دا اوښکې په څپو راشي

هغه دم ماته سمندر جوړ شي

حوصله وايي چې يو غر وليکه

ځما د صبر پسمنظر وليکه

تحمل وايي لويه لويه لمن

ته د کوچنيانو په صحرا کې ګوره

په لويه دښته کې کږدۍ وليکه

يا د معصوم شپونکي شپېلۍ وليکه

يا د سېرليو د نارو سره سم

يا د شپونکي د هياهوی سره سم

يا مازيګر يا يې ماښام وليکه

يا د شيدو هغه ډک جام وليکه

بيا يې د مينې ديناګۍ ته راشه

يا د جونګړې پناګۍ ته راشه

يا يې بېلتون د تورو شپو وليکه

يا يې وصال د زيارتو وليکه

يا د يو پاکې پښتنې پېغلې چې

په سپېڅلتوب کې تورپېکی سپينوي

راشه يو خدای او يو مين وليکه

يا د هجران خزان چمن وليکه

چې ډيوه بله شي کږدۍ شي رڼا

يا د شفق په بې رحمۍ شي صبا

بيا پټ پټانه د ځنګل وليکه

يا سترګې سيل کې د يو بل وليکه

دواړو ته ګوره چې خندا کوي

څومره د يو بل نه حيا کوي

مينې ته يې ګوره يو مين وليکه

د يو بل غم کې يې غمجن وليکه

بېلتون که راغئ بيا تباه به شي

د يو بل مينه کې فنا به شي

بيا نه ليدلی د سارا وليکه

نه لوبېدلی نه شېدا وليکه

Also on Fandom

Random Wiki