ويکي شعرونه
Register
Advertisement

چاته ښکاره کړمه د زړه زخمونه

اشنا پرې ايښي دجفا داغونه

زما له غمه دفترونه جوړ شول

نه شته د يار دغه عمده عرضونه

يو مې له ځايه زړه په غم ستيو

سترگو پرې ښخ کړل د بڼو سيخونه

زړگى مو موړ دى په نعمت د مينې

سبا بېگاه خورم د وصال غمونه

حيرانه زړه دې په جفا تسل کړه

د عاشقانو وي نصيب دردونه

وېشنيزه:محمد عالم حيران وېشنيزه:شعرونه چ

Advertisement