FANDOM


پر يو خره يوه چادي وه څه بار كړي

يوه لور ته يي غنم بل ته ډبري

د بار تول يې په ډبرو و سم كړى

تر درانه بار لاندي خر و، خورا ستړى

د خره خوار تر هر ويښته، خولې بهاندي

په كړاو به ئې ګام اخيسته د وړاندي

يو هوښيار سړئ پر پيښ سو وې اې وروره!

خر دي مري د دې درانه وري له زوره

سپېرې ګټي ارتوه د بارتول كم كړه

د انډيو تول په سرو غنمو سم كړه

په دې توګه به دي خر غريب هوسا سي

نيمايي ددې وري به يې په شا سي

چادي وكړ د هوښيار په خوله عمل

چي خر سپك سو، د مزله لور تې غستل

لږ چي وړاندي پر مخ ولاړ، دغه پوښتنه

په مغزو كي چادي وګرزېدله

"بابا ته چي دومره پوه دومره هوښيار يې

د قام خان يې، لك پتي يې كه سردار يي؟

هوښيار وې: خوارۍ، اړۍ سختي تنګسې دي

د خواږه ژوند ورځي شپې خورا ترخې دي

د سهار چي كړم پيدا، ماښام نهار يم

زه نه خان يم، نه بډاي يم، نه سردار يم"

چي چادي دا واورېده، خر يې ايسار كړ

په ډبرو يې بيا دروند د خره خوار بار كړ

وې چي " ستا نه بډايي نه سرداري سته

څه په كار ده، كه دي پوهه هوښياري سته

كه ته ښه واى، تا به خپل ژوند وو ښه كړى

ته به نه واى په ژوند هسي ستومان ستړى

زه د داسي بې روزيو پر منډ نه ځم

په اوبو به يې اور نه وژنم كه سوځم"

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki