Fandom

شعرونه

چا چې له اسلامه د سياست نانځکه جوړه کړه

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

چا چې له اسلامه د سیاست نانځکه جوړه کړه
هغو زموږ دین، زموږ ناموس ته سپکه جوړه کړه
نه د مسلمان نه د کافر ټېکه ختلې ده
ځمکه د هغو ده، چاچې دغه ځمکه جوړه کړه
 ته خو یا شهید شوې، یا غازي شوې، کار دې وشولو
مونږ ته خو دې لویه فتنه، بې له شکه جوړه کړه 
ستا تر عقیدې، او ستا تر پاک مذهبه وګرځم
ولې دې ترې نورو ته لنډۍ لټکه جوړه کړه
تا خو زما ټوله عاطفه، پردۍ پردۍ کړله
تا خو زموږ د مینې له آیینه کرکه جوړه کړه
څنګه دې رضا کړ، چې ځان ووژني، بل ووژني
څنګه دې بلا له یوه تنکي هلکه جوړه کړه
څنګه دې له ځوانه، زموږ له روڼه مستقبله هم
موږ ته، پښتنو ته د عذاب ملکه جوړه کړه
خلک دې تباه کړل، او نسلونه دې بدبخته کړل
خپله زندګي دې له همدې درکه جوړه کړه

Also on Fandom

Random Wiki