FANDOM


بېګاه زيارت نه ټوله شپه دغضب چغې راتلې
دې ببر سرو ليونو ته لارې چا تړلي

له خاموشۍ نه مې رقيبه نوره ګټه مه اخله
د شګو بند باندې اوبو ته لارې چا تړلي

والله چې مونږ ورته د نه سړي اولاد ښکارېږو
په خپله خاوره کې سړو ته لارې چاتړلي

دوخت فرعون به له خداي نوره توبه وباسي
ګوندې د نيل تر خو څپو ته لارې چا تړلي

مېوندي څلى يم برى به له پرنګه اخلم
زمونږ تکبير زمونږ ټپو ته لارې چا تړلي

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki