Fandom

شعرونه

چوپتيا پر اوږو

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

زه دې وړم ناز تل د وفا پر اوږو

خو ته مې نياز وړې د جفا پر اوږو

نور به په مخ کې ستا يو آه نه کاږم

که کړي درنښت ستا د موسکا پر اوږو

ورته پر سترگو مې تياره شي له ځاځ

چـې زلفې ناڅي ستا پر اوږو

ښکاري پر مينه مې باور نه لرې

داچې ږدې ژمنې د سبا پر اوږو

گڼه د خپل ښايست د تاج غمي يې

لونم چې اوښکې د ژړا پر اوږو

که دې لمر مـخ کړم ترمې ترمې پرخه

بيا هم در يونم د ځلا پر اوږو

دومره دې مينه کې خـــوار زار هم نه يم

چې شمه بار د نـن سبا پر اوږو

زه له يوه ځوږنده توپانه مخکې

لکه يو غر يم د چوپتيا پر اوږو

لار لنډوم د سپېدارانو تر باغ

که بړبوکۍ يـم د بېديا پر اوږو

زه د اسمان په رنگ هېڅ نه اچوم

نيلي غدکه د ريا پر اوږو

تر وژنځای نور خپل دار نه لېږدوم

لکه بېوسه مسيحا پر اوږو

چې تورې وريځې پر ژړا راولم

لکه تنا يم د برېښنا پـــر اوږو

لکه سپېدې د تورې شپې زړه چوم

ځم نارنجباغ ته د رڼا پر اوږو

څـنگه مې مينه نړيواله نه شي،

چې لېږدوم يې د دنيا پر اوږو!

٢-٥-٩٧

اکسفورډ

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki