Fandom

شعرونه

چیرته لیري

2,654pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د دردونو له دنیانه لیری لیری
ماله هغې دنیاګی سره اشنا کړه
هلته چیرته چی نفرت پردی پردی وی
هلته چیری چی سودا دمینی باروی
هلته چیری چی جګړی باندی خنداوی
هلته چیری چی ښکلا دزړه ډیوه وی
هلته چیری چی خندا دکور میلمه وی
هلته چیری چی د سولی پلو خور وی
هلته چیری چی ارمان په ژړا نه وی
هلته چیری چی شیطان په خندانه وی!
ماله هغی دنیاګی سره اشنا کړه
ماله هغی دنیاګی سره اشنا کړه

هلته چیری چی یوورور له بله ځار وی
هلته چیری چی دظلم ډیوی مړی وی
هلته چیری چی ماشومی سترګی خاندی
هلته چیری چی انسان په انسانیت وی
هلته چیری چی سجدی دعدالت وی
هلته چیری چی غرور دانسان مړوی
هلته چیری چی بیرغ د هیلو رپی
هلته چیری چی جګړه زړه کیسه وی
هلته؟
هلته چیری چی سبا وږمی خوری کړی
هلته چیری چی مو پیغلی دهر کلی
دلمر ګل ته غوړوی د څڼو څوکی
هلته چیری چی زلمی شملی دمینی
له اسمانه لوړی وګوری او خاندی
هلته؟
ماله هغی دنیاګی سره اشنا کړه
ماله هغی دنیاګی سره اشنا کړه

هلته چیری چی ګودر وی دخوندونو
هلته چیری چی قولونه د په ريښتیا وی
هلته چیری چی ویالی داوښکو نه وی
هلته چیری زړه ادی بوډی مو
د راحت د چنار لاندی کړی خوبونه
هلته چیری چی دشین اسمان لمن کی
په کټ کټ خندا دزړو خوره وی
هلته غواړمه جونګړه دزړه یوسم
هلته غواړمه خوره وره دمه شم
ماته هغه شیبه راکړه
ماله دغی دنیا یوسه
ما هغی دنیا ته یوسه
ربه تاته می داسوال دی
ما بڼکه دمرغه کړه
ما هغی نړی ته یوسه!
خیر که ژوند یوه ګړی وی
خیر که ژوند یوه ګړی وی
ماته هغه ګړی ښه ده
له کلونو دی ژوندون نه!
بیامی یوسه له خپل ځانه
بیا می یوسه له دنیانه

Also on Fandom

Random Wiki