Fandom

شعرونه

چېرته کېږي

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ژوند دمستۍ نه بغېر چېرته کېږي
د محتاجۍ نه بغېر چېرته کېږي

رسېدل هغه ښاېئسته منزل ته
 ستا د دوستۍ نه بغېر چېرته کېږي

د مسلمان افغان سوچه زندګي
د ازادۍ نه بغېر چېرته کېږي

د هر اصلي پښتون اصلي تعارف
ږيرې پګړۍ نه بغېر چېرته کېږي

په سپينو تورو کې طلب د حورو
د طالبۍ نه بغېر چېرته کېږي

داد کافرو شرمنده بندګي
د نېکټايۍ نه بغېر چېرته کېږي

ټولې دنيا ته د خپل ځان شرمول
قراقوولۍ نه بغېر چېرته کېږي

دا ډالرو شېطاني شوقونه
د غلامۍ نه بغېر چېرته کېږي

د امرېکا د محفلونو مزې
د چاپلوسۍ نه بغېر چېرته کېږي

پېژندګلي د بې غېرته پښتون
د موسيقۍ نه بغېر چېرته کېږي

د ډرامو زامن نارې وهي چې
دېموکراسۍ نه بغېر چېرته کېږي

خېټه پرست خلک تل داسې وائي
چې د ډوډۍ نه بغېر چېرته کېږي

هر خبره په ښائېسته الفاظو
د شاعرۍ نه بغېر چېرته کېږي

له بادشاهانو نه قلنګ ( مفتونه )
د ملنګۍ نه بغېر چېرته کېږي

١٣٨٨

Also on Fandom

Random Wiki