FANDOM


چې باڼه راته په قهر شي انداز کې

په غزل مې زلزله راشي په ساز کې

تزلزل راته د مينې په کور راشي

خپل محل وينمه ستا د سترګو ناز کې

پام چې وران مې دا د مينې محل نکړې

د بڼو په زمبېدؤ يم اعتراض کې

ژوند او مرګ مې ستا د سترګو رپ کې وينم

چې غصه شې لا مې اور خوښ دی ګذار کې

ته چې اور شې زه لمبه لمبه د مينې

سارا سوز و ساز انجام شي په آغاز کې

١٧/٩/٩٣

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki