FANDOM


چې برهم کا عاشقي د چا مزاج

حکيمان ئې درمانده شي په علاج

په آشنا پسې تل ژاړي په دوه سترګو

د اوبو په ځائ خوناب کاندي اخراج

دواړه لاسه ئې له دواړو کونو وللي

ډوب وي تل د عاشفۍ په لوی امواج

په هغو کې چې څه بوي ئي د عاشقۍ وي

په کې نه وي بوي د رسم او د رواج

ابراهيم ادهم څه هسې نادان نه وه

چې نظر ئې پا په تخت وه يا په تاج

مجنون هسې رنګ ميئن په ليلا نه وه

چې په نورؤ ئې موقوف ؤ احتياج

ليونتوب له لېونو نه تلونئ نه دی

که ئې راج په خونه ورشي که تاراج

که ئې سر لکه منصور غوندې په دار شي

دغه دار دې د رحمان و ته معراج

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki