ويکي شعرونه
Advertisement

چې بې ننگ او بې پښتو وي پښتون نه دى

چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام دقوم خوري

چې د ځان په جگېدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننگ و نام وي

چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى

پښتون هر کله طالب دخپل شرف دى

چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى

پښتون تل پخپله ژبه ټينگ ولاړ وي

چي په دروغ يې گفتگو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري د چا منلى

چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى

په نصيب دملنگ جان دغه مسرې شوې

چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى

وېشنيزه:ملنگ جان وېشنيزه:شعرونه چ

Advertisement