Fandom

شعرونه

چې تصور کې دې تصوير ته يو نظر شم اشنا

2,655pages on
this wiki
Add New Page
تبصرې0 Share

چې تصور کې دې تصوير ته يونظر شم اشنا

لکه قدم چې بې اختياره ږدم ابتر شم اشنا

څوک به د شمس شغلو ته وګوري په هسکو سترګو

بغېر له دې چې دې هم نوعه لکه لمر شم اشنا

تا کله هم په آئينه کې خپل جمال ليدلی؟

چې ته سېلئ شې راته خود به در په در شم اشنا

زما په سترګو کې ماښام د غريبانو ستوري

ورک به شي ستا رڼا ده ډېره څنګه درشم اشنا

مقام دې مه ټيټوه لاس لږ د امداد راکه

دومره مې پوه کړه چې خبر په سر او بر شم اشنا

هر غم او درد جهان رنګين جمال رنګين وينمه

څومره ښکلا د طبيعت ده که خبر شم اشنا

لږ شان مې پوی کړه چې عذاب د تنهايي وزغمم

دوزخ به ښه وي که وصال سره دې درشم اشنا

په دې کمزوري انسان نور لاڅه ستم کوې ته

سارا لږ پرېږده چې پردۍ نه در بهر شم اشنا

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki