FANDOM


په شېبو شېبو باران ؤ چې ته راغلې
راته پړمخې ګُلان وه چې ته راغلې
له راتګ سره دې وتښتېدې ورېځې
لمر د مينې ارمغان وه چې ته راغلې
انګېټۍ مې درته بله کړه چې تود شې
غوړېدلئ زما خوان وه چې ته راغلې
سره پورته مو جامونه په روغتيا کړل
بيخي بل ډول جهان وه چې ته راغلې
تر سبا مو اکاړې سره کولې
څه په بېړه وخت روان وه چې ته راغلې
رنګ او بوی درسره دواړه په رکاب تلل
د پاريس عطر حېران وه چې ته راغلې
بيلتانه ((سرتېر)) له ستوني بيا نيولی
چې ځی شپه شي، چراغان وه چې ته راغلې

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki