ويکي شعرونه
Advertisement

څوک یې نجلۍ چی می په نیمه شپه کي
له سترگو تښتوې خواږه خوبونه
ستا له زگېریو مي خیالونه زخمي
ستا له زخمو راته راځي دردونه
زه دي له دې ځایه وی وی اورمه
زما نازولي ښایستې پښتنې
زه دي د سوي زړه زگېروی اورومه
زما زمولېدلي سرې غونچې پښتنې
‏?‎ ته یې خبره په مذهب د مینی‏?‎
‏?‎ ځکه پر تا باندی اوس گران دی جانان‏?‎
‏?‎ زه یې منم چی دي په زړه کی اوسي‏?‎
زه دا منم چی دي ایمان دی جانان‏?‎
ته لکه شمع په تیارو کی ژاړې
کرار کرار دي ویلېدل زده کړي
د خپل جانان د بېلتانه پر پله دي
پر سر اورونه بلول زده کړي

زړه مي را ډک سي وایم چیغی کړمه
ستا له قاتله انتقام واخلمه
چی ستا د پاکي میني خون یې کړی
زه یې د سرو وینو ډک جام واخلمه
هم دمخلوق په مخ کی سپین کړمه ځان
هم له خالق څخه انعام واخلمه
نجلۍ له درده سوځم سره لمبه سم
چی ته بې برخي له خوښیو گرځې
راته د گل څانگي اغزي اغزي سی
چی ته بېزاره له سپرلیو گرځې
چی ‏?‎ دي له خپلو پر زړه غشي اوري‏?‎
خود به زړه ماتې له پردیو گرځې
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
گوره نجلۍ ته خو یوازی نه یې
داسی یې ډېری درخانۍ وړي دي
د نیل د خدای له قهره ډېری ښکلي
کله څپو کله سیلۍ وړي دي
داسی زرگوني سوې پر څانگو وچي
چایې له ښاخ سره غوټۍ وړي دی
له افسانو یې نکلچي سو ستړی
پېغلي کیسې یې تر شپېلۍ وړي دي
له فریادونو یې څوک نه سول خبر
چیغی یې ستوني کي زیندۍ وړي دي

خو دا خبره مي په زړه کی گرځي
چی نجلۍ ستا سره زگېروی نه وایی
تش د فریاد لپاره نه یې پیدا
ستا له لویي سره وی وی نه وایی
چی پر کیسو به یې د اوښکو شپه وه
هغه نامرادي درخانۍ تللي دي
اوس د بدرۍ کلي ته نه ورځي څوک
هغه د اوسپني څپلۍ تللي دي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
ستا گوتي خدای په قلم ښکلي کړلې
ته نازولې د بادار یې نجلۍ
نجوني به ستا گرېوان ته لاس اچوي
ته اوس ملاله زموږ د ښار یې نجلۍ
پرېږده د مینی دا وړې خبري
زموږ حماسو لره په کار یې نجلۍ

ستا په پاکۍ ستا په عزت می قسم
له پرهارونو دي خوږېږم دلته
پر نیمه شپه دي پټي ساندي اورم
لکه بې وسه مور ژړېږم دلته
ته‏?‎وایه خوب به څنگه راشي‏?‎ ماته
ستا په لمبه چی زه سوځېږم دلته

خو زما ملالي زما غونچې پښتنې
ته اوس د شپو د سپینولو نه یې
ته چی خالق موږته شاعره کړلې
نور پر خپل ځان د ژړېدلو نه یې
ته خدای د فکر د پرواز مېرمن کړې
ته د قفس د اوسېدلو نه یې
د قلم څوکه دي تېره که نجلۍ
چی ستا د چیغي د ایستلو وخت دی
پښتنې خویندي زولنې شرنگوي
نن د زندان د ړنگولو وخت دی
په دې گونگي په دې ړانده اولس کي
ستا د آواز پورته کېدلو وخت دی
د رواجونو د وحشی زولنو
په یوه ږغ د ماتولو وخت دی
ته به راځې موږ به یوازي نه یو
د ابوجهل د وژلو وخت دی

راځه په گډه حماسه جوړه کو
په یوه ږغ به هنگامه جوړه کو
ته پلو راوړه زه شمله دروړمه
پر غلیمانو به تیاره جوړه کو
 د ظالمانو پر نړۍ به غونچې
په نیمه شپه کی زلزله جوړه کو

پښتنې لوري اوښکي مه تویوه
سبا به مور یې چی جهان زنگوې
زه دي له سیاله سره سمه غواړم
ته به په غېږ کی خوشال خان زنگوې
تاته اوه زامن پر غولي ښه دي
ټول به اکبر او ایوب خان زنگوې

پښتنې اوس دي مبارک سه خپل کور
په خپل عزت کی څومره ښه ښکارېږې
ژوندون یوازي مینه مینه نه ده
گوره په پت کی ښایسته ښکارېږې
ستا له عصمت سه زر غلیمه قربان
په خپل پلو کی فرشته ښکارېږې

ته لا نجلۍ یې ستا زلمۍ ویني لا
د وخت پېچومي آزمېیلي نه دي
ته لا تر اوسه په ساحل کی اوسې
تا د توپان څپې لیدلي نه دي
تاته لا گوري د ازل څپېړي
چی پر نازک مخ دي خوړلي نه دي

ورځه له نجونو سره ونڅېږه
ځه د بوډۍ په ټال کی وزنگېږه
ځواني یو ځل ده بیرته نه راگرځي
نن د سهار نسیم ته ومسېږه
یو ځل د غاړي هار دانه دانه که
ځه له همزولو سره وخندېږه

خو ما خبرکه چی خندلي دي وي
چی په همزولو کی نڅلي دي وي.

ویرجینیا
٢٠٠٨-١٧ سپټامبر

وېشنيزه:عبدالباري جهاني

Advertisement